د ژمي راتلو سره په افغانستان کښې د لكھونو په شمېر خلك د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي٬ ورلډ فوډ پروګرام

جنېوا 02 دسمبر(اے پي پي) ورلډ فوډ پروګرام (ډبليو اېف پي) وئيلي دي د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کښې د لكھونو په شمېر خلك د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي۔ ورلډ فوډ پروګرام په ټولو هېوادونو غږ کړې، چې له سیاسته لاس واخلي او د افغانستان خلک د ممكنه تباهۍ نه بچ كولو له همكاري زياته كړي۔ د ايجنسۍ راپور كښې وئيلي شوي دي چې په هېواد كښې بشري ضرورتونه سوا شوي دي٬ ټولې 34 صوبې بحران يا د خوراك عدم تحفظ بېړني صورتحال سره مخ دي او نزدې 23 ملينه افغان وګړي په سمدستي توګه د خوراك مرستې ته بېړنۍ اړتيا لري۔ راپور كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په ځپليو كښې د 30 لكه نه زيات كوچنيان شامل دي كوم چې د خوراك د كمي ناوړه نتيجو سره مخ دي۔ د ورلډ فوډ پروګرام د افغانستان كنټري ډائرېكټر ميري-ايلن ميک ګرارټي ووئيل چې نړيواله ورورولي ژورې او حقيقي اندېښنې لري او دا مهال د بشري خواخوږۍ ضرورت به د سياسي خبرو نه بيلول وي۔ ډبليو اېف پي د راتلونكي كال په مهال افغانستان كښې خپل آپرېشنز لپاره د 2.6 بلين امريکي ډالر غوښتنه كوي۔