بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شنكو د اتوار په ورځ نړيوالې مرستې لپاره د بېلټ اينډ روډ پروګرام په موقع د چين په پايه تخت بيجنګ كښې وليدل۔د ملاقات په مهال د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په بېلو اقداماتو غور وشو۔دواړو هېوادونو شريك تجارت زياتولو ته د خاص پام لرنې سره سره د كركيلې٬كلتور …
وزيراعظم محمد نواز شريف سره د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شنكو وليدل
بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شنكو د اتوار په ورځ نړيوالې مرستې لپاره د بېلټ اينډ روډ پروګرام په موقع د چين په پايه تخت بيجنګ كښې وليدل۔د ملاقات په مهال د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په بېلو اقداماتو غور وشو۔دواړو هېوادونو شريك تجارت زياتولو ته د خاص پام لرنې سره سره د كركيلې٬كلتور او تعليم په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو لټولو په حاجت زور راوړو۔دواړو لارښودو د سيمه ايزو رابطو اهميت سره سره د عام وګړي په ژوند كښې د ښه والي په اقداماتو هم غور وكړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ اړيكو د اطمينان څرګندونې سره ووئيل چې په لږ وخت كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې مستحكم شوي۔د تېر كال د بېلاروس او د سركاري دورې ياد تازه كولو سره ووئيل چې دواړه هېوادونه يو بل سره قوي اړيكې لري۔د بېلاروس اولس مشر وزيراعظم محمد نواز شريف له يو ځل بيا د بېلاروس دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔چين كښې د پاكستان سفير مسعود خان او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو











