ويت نام د سيمې مهم دے ٬پاكستان ويت نام سره اقتصادي او سياسي اړيكې جوړول غواړي

بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي ويت نام د سيمې مهم هېواد دے٬پاكستان ويت نام سره اقتصادي او سياسي اړيكې جوړول غواړي۔د اتوار پھ ورځ بيجنګ كښې ون بېلټ ون روډ فورم په موقع وزيراعظم محمد نواز شريف د ويت نام اولس مشر ترانډائي كوآنګ سره ملاقات كولو ۔په دې موقع وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولو سره …

بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي ويت نام د سيمې مهم هېواد دے٬پاكستان ويت نام سره اقتصادي او سياسي اړيكې جوړول غواړي۔د اتوار پھ ورځ بيجنګ كښې ون بېلټ ون روډ فورم په موقع وزيراعظم محمد نواز شريف د ويت نام اولس مشر ترانډائي كوآنګ سره ملاقات كولو ۔په دې موقع وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل بايد دواړه هېوادونه د يو بل كاروباري او سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي مشاورت او د شريك تجارتي كميسون په اړه د وزارتي كميسون په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاكستان او ويت نام د آسيان پشمول په نورو نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كوي۔ده ووئيل ويت نام د روغتيا نړيوالې ادارې لپاره د پاكستان ډاكټر ثانيه نشتر بشپړه مرسته كړی۔په دې پاكستان د ويت نام مننه كوي۔وزيراعظم د ويت نام اولس مشر له د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې هغه قبوله كړه