نړيوالې مرستې بندول د افغانستان لپاره لوي زيان دے، د افغانستان په جي ډي پي كښې د يو كال په مهال 20 فيصده کمے راتللے شي، يو اين ډي پي رپورټ

کابل 01 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په خپل يو رپورټ كښې پيشنګوئي کړې چې د افغانستان مجموعي پيداوار (جي ډي پي) په يو كال كښې 20 فيصده كميدے شي او د افغانستان طالبانو بيا په اقتدار كښې د راتللو نه پس نړيوالې مرستې بندول د افغانستان لپاره اوي مالي زيان دے۔دا خبره د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام ادارې (يو اين ډي پي) د شورو په ورځ د …

کابل 01 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په خپل يو رپورټ كښې پيشنګوئي کړې چې د افغانستان مجموعي پيداوار (جي ډي پي) په يو كال كښې 20 فيصده كميدے شي او د افغانستان طالبانو بيا په اقتدار كښې د راتللو نه پس نړيوالې مرستې بندول د افغانستان لپاره اوي مالي زيان دے۔دا خبره د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام ادارې (يو اين ډي پي) د شورو په ورځ د افغانستان سماجي اقتصادي آؤټ لك كال 22۔2021 په اړه جاري رپورټ كښې كړې۔ يو اين ډي پي د اشياﺀ ډائريکټر کاني وګناراجا ووئيل د نړيوالې مرستې بندول د افغانستان لپاره لوئې مالي زيان دے۔ رپورټ كښې پيشنګوئي شوې چې د افغانستان په جي ډي پي كښې په يو كال كښې 20 فيصده کمے راتللے شي كوم به چې راروانو كلونو كښې تر 30 فيصده ورسي۔ يو اين ډي پي ډائريکټر کاني وګناراجا ووئيل د جنګ له امله د سوريه په معيشت ځپلے كېدو كښې 5 كاله څخه زيات وخت لګيدلے خو د دې په مقابل كښې د افغانستان معيشت 5 مياشتو كښې كم شوے۔