ملګري ملتونه ۔1دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستې دفتر (او سي اېچ اے) وئيلي دي په افغانستان كښې ملګرو ملتونو او او د دې همكارانو د زرګونو په شمېر افغان وګړو ته د يخنۍ نه د بچ كېدو ګرمې جامې ٬ خېمې ٬ كمبلې او نغدې پېسې وركړې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې او سی اېچ اے تېره ورځ ووئيل چې …
د زرګونو په شمېر افغانانو ته ګرمې جامې ٬ خېمې ٬ ګرم څيزونه او نغدې پېسې وركړې شوې٬ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔1دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستې دفتر (او سي اېچ اے) وئيلي دي په افغانستان كښې ملګرو ملتونو او او د دې همكارانو د زرګونو په شمېر افغان وګړو ته د يخنۍ نه د بچ كېدو ګرمې جامې ٬ خېمې ٬ كمبلې او نغدې پېسې وركړې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې او سی اېچ اے تېره ورځ ووئيل چې ملګرو ملتونو او د دې همكارانو په ځينې ځايونو كښې د منفي درجه حرارت له امله د ستمبر اولنۍ نېټې څخه تر 15 نومبر د افغانستان په 32 ولايتونو كښې 23زره 800 افغان وګړو ته د يخنۍ نه بچ كېدو څيزونه او نغدې پېسې وركړې۔ او سی اېچ اے ووئيل په مرسته كولو د بشري خواخوږۍ تنظيمونو ډونرز ورورولۍ مننه كوؤ۔ د افغانستان لخوا په روان كال2021 كښې په شوي اپيل ترلاسه كېدونكې مالي مرستې 677 ملين ډالره ته رسېدلې ده كومه چې د ټولې مرستې 112 فيصده ده











