دوحه۔1دسمبر(اے پی پی) طالبانو په دوحه مذاكراتو كښې يو وارې بيا په امريكا زور راوړې دې چې هغه دې د افغانستان د اربونو ډالر كنګل كړې شوې اثاثې بحال كړي او بلېك لستس او بندېزونه دې ختم كړي۔ د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د قطر په پلازمېنه دوحه کښې د افغانستان په اړه د دوه ورځنيو خبرو په مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان …
امريكا دې د افغانستان د اربونو ډالر كنګل كړې شوې اثاثې بحال او بندېزونه ختم كړي٬ د افغان خارجه وزير دوحه مذكراتو كښې امريكائي استازي سره خبرې
دوحه۔1دسمبر(اے پی پی) طالبانو په دوحه مذاكراتو كښې يو وارې بيا په امريكا زور راوړې دې چې هغه دې د افغانستان د اربونو ډالر كنګل كړې شوې اثاثې بحال كړي او بلېك لستس او بندېزونه دې ختم كړي۔ د فرانسيسي خبري اژانس د راپور له مخې د قطر په پلازمېنه دوحه کښې د افغانستان په اړه د دوه ورځنيو خبرو په مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ملاقات وكړو په كوم كښې چې طالبانو د بلېك لسټس او بندېزونو په ختمولو زور راوړو۔ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کښې وئيلي چې د دواړو پلاویو ترمينځه په شوي ملاقات كښې په سياسي ٬ اقتصادي ٬ بشري ٬ روغتيا ٬ زده كړو او امنیتي وضعیت خبرې وشوې۔ افغان پلاوي امريكائي فريق ته د امنيت باور وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان كنګل كړې شوې رقم دې په غېر مشروط ډول جاري كړې شي٬ بلېك لسټس او بندېزونه دې ختم كړې شي ٬ بشري ستونزو ته دې د سياسي چارو نه لرې وكتلې شي۔ د امريكا د خارجه څانګې وياندې نېډ پرائس په خپل بيان كښې ووئيل امريكا د دې خبرې باوري كولو عزم لري چې امريكائي بندېزونه دې د افغان وګړو د امريكائي حكومت او نړيوالې ورورولۍ څخه د بشري مرستې ترلاسه كولو صلاحيت محدود نه كړي۔ هغه ووئيل د بندېز لګولې شوې ادارو او وګړو اثاثو بحالولې نه شؤ۔ هغه ووئيل امريكائي چارواكو په ملاقات كښې په طالبانو زور ر اوړو چې هغوي دې د افغانستان لخوا د هر ډول ترهګرۍ مخه ونيسي ، افغان اولس دې د خپلو حقونو نه محرومه نه كړي، تېر كال د فرورۍ مياشت كښې افغانستان كښې تښتولې شوې امريكائي وګړې مارك فرائرېكس دې خوشې كړې شي۔ په ملاقات كښې د امریکايي او افغان وګړو حفاظت سره په وتلو ٬ د افغان مېرمنو ٬ كوچنيانو او د اقليتونو د حقونو په تحفظ هم خبرې وشوې ۔ هغه ووئيل امريكائي پلاوي په افغانستان كښې د يخنۍ په روان موسم كښې د ملګرو ملتونو او بشري خواخوږۍ سره د اړوندو هڅو د ملاتړ روان ساتلو لوظ وكړو۔ طالبانو ووئیل د دوحې خبرې مثبتې وې او په مهال ئې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د جاپان او المان سفيرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔











