کابل۔1دسمبر (اے پی پی) د افغانستان نګران حكومت انټېلي جنس اهلكارو د ننګرهار ولايت په سرښار جلال آباد كښې د كارروائۍ كولو په مهال د تښتوونکې ډلې دوه شکمن کسان وژلي دي. چینايي رسنیو د استخباراتو جنرل ډائرېكټورېټ حوالې سره وئيلي دي چې تېره ورځ په جلال آباد ښار کښې د تښتوونکې ډلې په ضد د عملیاتو په ترڅ کښې د دغې ډلې د مشر طارق جمیل په ګډون دوه …
افغانستان كښې امنيتي اهلكارو د تښتونكې ډلې دوه شكمن كسان ووژل
کابل۔1دسمبر (اے پی پی) د افغانستان نګران حكومت انټېلي جنس اهلكارو د ننګرهار ولايت په سرښار جلال آباد كښې د كارروائۍ كولو په مهال د تښتوونکې ډلې دوه شکمن کسان وژلي دي. چینايي رسنیو د استخباراتو جنرل ډائرېكټورېټ حوالې سره وئيلي دي چې تېره ورځ په جلال آباد ښار کښې د تښتوونکې ډلې په ضد د عملیاتو په ترڅ کښې د دغې ډلې د مشر طارق جمیل په ګډون دوه تنه وژل شوي او يو بل شكمن تن نيولو سره هغه څخه وسله او ګوله بارود ترلاسه كړې شوي دي۔











