بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾ د نړيوالې مرستې لپاره بېلټ اينډ روډ فورم پرانستې سېشن د اتوار پھ ورځ د چين اولس مشر ژي ژن پنګ په مشرۍ كښې پېل شو چې مقصد يې د نړيوالې مرستې قوي شراكتدارۍ پراخا نېټ ورك جوړول دي۔د اعلٰی پائې دې فورم كښې د تركيې٬پاكستان٬روس٬ملائېشيا او د انډونېزيا پشمول د نړۍ د 29 هېوادونو مشرانو ګډون وكړو۔دغسې د 130 رياستونو 1500 څخه زيات …
د نړيوالې مرستې لپاره بېلټ اينډ روډ فورم پېل شو
بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾ د نړيوالې مرستې لپاره بېلټ اينډ روډ فورم پرانستې سېشن د اتوار پھ ورځ د چين اولس مشر ژي ژن پنګ په مشرۍ كښې پېل شو چې مقصد يې د نړيوالې مرستې قوي شراكتدارۍ پراخا نېټ ورك جوړول دي۔د اعلٰی پائې دې فورم كښې د تركيې٬پاكستان٬روس٬ملائېشيا او د انډونېزيا پشمول د نړۍ د 29 هېوادونو مشرانو ګډون وكړو۔دغسې د 130 رياستونو 1500 څخه زيات پلاوي هم په دې فورم كښې ګډون كولو۔په فورم كښې د اټاليا٬فلپائن٬افريقې او مينځني آسيا رياستونو نمائندګي هم شامل ده۔وزيراعظم محمد نواز شريف٬د پنجاب اعلٰی محمد شهباز شريف٬د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا پروېز خټك٬د بلوچستان اعلٰی وزير نواب ثناﺀ الله زهري٬وفاقي وزيرانو٬احسن اقبال٬اسحاق ډار٬خرم دستګير٬سعد رفيق٬انوشه رحمان او د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز هم په فورم كښې ګډون وكړو۔د فورم وړمبۍ ورځ د افتتاحي سېشن نه علاوه ملاقاتونه هم په دې كښې شامل دي او د ګل په ورځ به ګول ميز كنفرنس كېږي چې پكښې به نړيوال لارښود ګډون كوي۔د چين اولس مشر شي ژن پنګ پرانستې سېشن ته په خپل خطاب كښې د ون بېلټ ون روډ په وژن رڼا واچوله دغسې هغه ګډون كونكي د سيمه ايز پرمختګ او اهميت نه هم خبر كړه۔











