واشنګټن۔30نومبر(اے پی پی) د امريكا كېلي فورنيا رياست په يو كور كښې د نامعلومه وګړي د ډزو په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د لاس اېنجلس كاؤنټي شيرف چارواكو حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د قطبي لاس اېنجلس كاؤنټي سيمې په لنكاسټر كښې د ګارنېټ لېن 3500 بلاک په يو كور كښې رامخې ته شوه په كوم كښې چې …
امريكا ٬ د نامعلومه وګړي په ډزو 5 كسان مړه
واشنګټن۔30نومبر(اے پی پی) د امريكا كېلي فورنيا رياست په يو كور كښې د نامعلومه وګړي د ډزو په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د لاس اېنجلس كاؤنټي شيرف چارواكو حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د قطبي لاس اېنجلس كاؤنټي سيمې په لنكاسټر كښې د ګارنېټ لېن 3500 بلاک په يو كور كښې رامخې ته شوه په كوم كښې چې يو نامعلومه وګړي ډزې كولو سره څلور كوچنيان او د هغوي نيا ووژله۔ چارواكو ووئيل چې څه وخت پوليس د پېښې ځائې ته ورسېدل نو پنځه كوچنيان سره د خپلې نيا ژوبل حالت كښې پراته وو او كوم وخت چې طبي عمله راورسېده نو هغې دغه كسان مړه وګرځول۔ پوليس زياته كړې چې يو سیاہ فام 29 كلن سړے جرمارکس ډېوډ نيولې شوې دې كوم چې د كوچنيانو پلار او د 50 كلنې وژلې شوې مېرمنې زوم دے۔ پوليس د نيولې شوي وګړي څخه پلټنې پېل كړې دې۔











