اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ(ن) د حکومت ښه پالیسو په سوب د اقتصادی پرمختګ كچه زياته شوي۔ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د روان كال په مهال د اقتصادی پرمختګ كچه تر 5 فیصده رسيدو هيله ده كومه چې يوه لويه کامیابی ده۔ ده ووئيل د امن صورتحال او …
د زرمبادلې پانګي زياتې شوي او د روپۍ قدر مستحکم شوے، د كركيلې او برآمدات څانګو ته خاص پام لرنه كېږي
اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ(ن) د حکومت ښه پالیسو په سوب د اقتصادی پرمختګ كچه زياته شوي۔ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د روان كال په مهال د اقتصادی پرمختګ كچه تر 5 فیصده رسيدو هيله ده كومه چې يوه لويه کامیابی ده۔ ده ووئيل د امن صورتحال او معیشت پشمول ټولو څانګو كښې ښھ والې راغلې او د زرمبادلې پانګي زياتې شوي دغسې د روپۍ قدر كښې استحکام د حکومت د ښه اقتصادی پالیسو نتیجه ده۔ډاکټر مصدق ملك ووئيل حکومت پھ ګرانۍ قابو موندلو كښې هم بريالې شوے۔ده ووئيل د كركيلې او برآمدات څانګو ته خاص پام لرنه كېږي او د دغه دوه څانګو پیداوار زياتولو له پیکجز اعلان کړې شوي۔ ده ووئيل د توان څانګه كښې هم ښه ښه والې راغلې پھ هېواد كښې لوډشيډنګ کم شوے











