اتومي لوظنامه بچ كولو لپاره نړيوالو قواو سره د لوظنامې عزم لرو۔ ايران

تهران 29 نومبر (اے پي پي) د ايران خارجه وزارت وئيلي دي ايران د كال 2015 اتومي لوظنامه بچ كولو لپاره نړيوالو قواو سره د لوظنامې عزم لري۔ د ميديا له مخئ د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زادہ ميډيا ته ووئيل ايران او د نړيوالو قواو ترمېنځه د ايران اتومي پروګرام پحقله خبرې اترې د اسټريا په پايه تخت ويانا كښې بيا پېل كېدونكي دي چرته چې د ايران پلاوې دا مهال موجود دے۔ ده ووئيل ايران نه يواځې نړيوالو قواؤ سره د اتومي لوظنامې عزم لري بلكې د ګټورو خبرو اترو خواهش لري