د افغانستان نيمه آبادي په سمدستي توګه مرستې ته ضرورت لري. يونيسېف

كابل 29 نومبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د يونيسېف مشرې سمانتها مورټ وئيلي دي چې د افغانستان نيمه آبادي په سمدستي توګه مرستې ته ضرورت لري. د المان خبر رسنې ادارې ډي ډبليو سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د يونيسېف پشمول نورې مرستندويه ادارې په افغانستان كښې ډېرو چېلنجونو سره مخ دي. دې ادارو ته به د سخت ساړه نه مخكښې افغان اولس سره مرسته كول وي. هغې ووئيل چې يونيسېف د چارټر پروازونو د لارې د پاكستان څخه افغانستان ته مرسته رسوي خو ورځ تر بله ساړه زياتېږي، په غرونو واوره ورېږي، كليوالو سيمو ته دا مرسته رسول مشكل شي. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې د غربت كچه د حد نه زياته شوې، كورنۍ د مايوسې په پرېكړو كولو مجبورې دي، والدين ماشومان د سكولونو نه وباسي او د دوي په مزدورې كولو مجبور دي. هغې ووئيل چې يو شمېر كورنۍ ولور ترلاسه كولو لپاره په كم عمر كښې د جنيكو ودونه كوي. په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د خواك او كركيلې ادارې استازي رچرډ ټرينچرډ هم خبردارې وركړې چې په هېواد كښې صورتحال د مايوسې دے او د پرېشانې خبره دا ده چې حالات نور هم مخ په خرابېدو دي. ده ووئيل چې لوږه د افغانستان د كليوالو سيمو څخه اوس ښارونه هم په ولكه كښې اخلي. راتلونكې كال به افغانستان د څلور اربه ډالرو نه زياتې مرستې ته ضرورت ولري. د كوم هېواد په تاريخ كښې به دا تر ټولو لوي انساني خواست وي