په پيرو كښې د 7.5 درجې شدت په زلزله كښې 10 كسان ژوبل او 75 كورونو ته زيان رسېدلې

ليما 29 نومبر (اے پي پي) په پيرو كښې د 7.5 درجې شدت په زلزله كښې 10 كسان ژوبل او 75 كورونو ته زيان رسېدلې. په زلزله كښې د نوآبادياتي دور 14 ميټره لوړ چرچ ټاور هم رانسكور شوے دے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د پيرو د زلزلې پېما مركز وئيلي دي چې د زلزلې جړقونه تېره ورځ د پايه تخت ليما او د سوئيلي امريكې په غره ايزو سيمو او ساحلي سيمو كښې محسوس شوي دي. د زلزلې مركز په زمكه كښې 131 كلوميټره ژور ښودل شوے