په هند كښې په ټرافيكي پېښه كښې 18 كسان مړه او 5 ژوبل شوي

نوے ډيلې 28 نومبر (اے پي پي﴾ په هند كښې په ټرافيكي پېښه كښې 18 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي. د ځائي پوليسو له مخې دا پېښه تېره شپه د لوېديځ بنګال ايالت په ناديه ولسوالې كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو وېن ټرك سره وجنګېدو او په نتيجه كښې ئې 18 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې دا پېښه د تند رفتار او لړې په وجه رامېنځ ته شوې.