د سوډان په پوله د اېتهوپيا په بريد كښې 21 سوډاني عسكر وژل شوي

خرطوم 28 نومبر (اے پي پي﴾ د سوډان په پوله د اېتهوپيا په بريد كښې 21 سوډاني عسكر وژل شوي دي. د العربيه ټي وي له مخې د سوډان پوځ وئيلي دي چې په ختيځو پولو د اېتهوپيا د پوځ او امهرا مليشيا بريد په شا تنبول شوے. د خبر له مخې په بريد كښې د سوډان 21 عسكر وژل شوي دي. په سوډان وخت په وخت داسې برېدونه كېږي كوم چې سوډان څو وارې په شا تنبولي دي.