عابد علي د بنګله دېشن په ضد په ټېسټ مېچ كښې د كېريئر څلورمه سليزه پوره كړه

چټاګانګ 28 نومبر (اے پي پي) د پاكستان د كركټ د قومي لوبډلې لوبغاړي عابد علي د بنګله دېشن په ضد په ټېسټ مېچ كښې د كېريئر څلورمه سليزه﴿سېنچري﴾ پوره كړه او دې سره ئې خپلې زر منډې هم پوره كړې دي. عابد علي د سېريز په روان وړومبي مېچ كښې غوره بېټنګ وكړو او 133 منډې ئې جوړې كړې چې پكښې دوه شپږيزې او 12 څلورېزې شاملې وې. ده تر اوسه په 24 اننګز كښې د 47 په اوسط سره 1050 منډې جوړې كړې دي چې پكښې څلور سليزې او دوه نيمې سيلزې﴿ففټي﴾ شاملې دي.