حكومت د اقتصادي راهدارۍ په پروژه موثره عملدرآمد لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي

بيجنګ 13 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې زمونږ حكومت د اقتصادي راهدارۍ په پروژه موثره عملدرآمد لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬د توان او بنيادي ډهانچې په څانګو كښې په پرمختيائي پروژو عملدرآمد سره موثره كاميابۍ ترلاسه شوي۔ده د دې خيالاتو څرګندوه د چين په اولسي هال كښې د چين اولس مشر ژي جن پنګ سره د خالي په ورځ د ملاقات په مهال كړې۔وزيراعظم …

بيجنګ 13 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې زمونږ حكومت د اقتصادي راهدارۍ په پروژه موثره عملدرآمد لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬د توان او بنيادي ډهانچې په څانګو كښې په پرمختيائي پروژو عملدرآمد سره موثره كاميابۍ ترلاسه شوي۔ده د دې خيالاتو څرګندوه د چين په اولسي هال كښې د چين اولس مشر ژي جن پنګ سره د خالي په ورځ د ملاقات په مهال كړې۔وزيراعظم محمد نواز شريف پھ دې موقع ووئيل چې سي پېك پروژه د چينائي اولس مشر ون بېلټ ون روډ وژن مهم عنصر دے۔ده ووئيل چې مونږ د سي پېك پروژو په اړه د چيائي مشرتابه د عزم ستائنه كوو۔وزيراعظم د بېلت اينډ روډ فورم نړيوال پرمختګ كښې ګډون لپاره بيجنګ كښې دے۔د چينائي حكومت د سيوري لاندې د مئي په 14مه ا و 15 مه نېټه كېدونكي فورم كښې به د نړۍ د بېلو هېوادونو 29 مشران حكومتي مشران ګډون كوي او د 130 نورو هېوادونو اعلٰی كچ پلاوي هم فورم كښې ګډون كوي۔لويې عوامي هال ته په رارسېدو د چين اولس مشر د وزيراعظم هركلے وكړو۔ ملاقات كښې د وزيراعظم سره د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك٬د بلوچستان اعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د تجارت وزير خرم دستګير او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمه وزيره انوشه رحمان او د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز پشمول نور اعلٰی چارواكو هم موجود وو٬ دغسې د چين اولس مشر سره اعلٰی كچ 9 كسيزه پلاوي هم موجود وو۔وزيراعظم د چين اولس مشر سره د ملاقات نه وړاندې د چين خپل هم څنګ سره ملاقات وكړو او په ګوادر كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو پشمول په پرمختيائي پروژو زر تر زره عملدرآمد پھ حاجت ئې زور راوړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې پلاوي كښې شامل اعلٰی كچ غړي د پاك چين ملګرتيا او قوي اړيكو عكاسي كوي۔ده ووئيل د پاك چين اولس مشر ون بېلټ ون روډ وژن ودې لپاره چين سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔وزيراعظم اولس مشر ژي چن پنګ ته بېلټ اينډ روډ فورم په كاميابۍ مباركي وركړه ٬ ده ووئيل د چين پايه تخت بيجنګ كښې د ټولې نړۍ مشرانو په ګڼ شمېر كښې موجودګي د چين په مشرتابه د نړيوالې ورورولۍ باور عكاسي كوي۔وزيراعظم د شريكې ملګرتيا ودې لپاره د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔د ملاقات په مهال اولس مشر ژي جن پنګ كنفرنس كښې په ګډون د وزيراعظم او د هغه د پلاوي هركلے وكړو۔ده پھ دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې پرمختګ په اړه په شريكو هڅو د باور څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو شريكې رابطې لا مستحكم شي۔