د سوئيلي افريقې او هالېنډ ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

سنچورين 27 نومبر (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او هالېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوهم يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په سنچورين كښې كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ د باران په وجه نه و شوے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د دسمبر په وړومبې نېټه په سنچورين كښې كېږي.