په جونيئر هاكي ورلډ كپ كښې پاكستان مصر ته په مېچ كښې ماتې وركړه

بهوبنيشور 27 نومبر (اے پي پي) په جونيئر هاكي ورلډ كپ كښې پاكستان مصر ته په مېچ كښې ماتې وركړه. د خبر له مخې د اېف آئي اېچ تر سيوري لاندې د 12م جونيئر هاكي نړيوال كپ لوبې په هند كښې روانې دي. په ټورنامنټ كښې پاكستان مصر ته په خپل مېچ كښې ماتې وركړه. په مېچ كښې رضوان علي هېټ ټرك كړے. د پاكستان د درې ګولونو په مقابله كښې د مصر لوبډلې يو ګول كړے و. د پاكستان لوبډله به خپل وروستې پول مېچ سبا د اتوار په ورځ د ارجنټائن په ضد كوي.