په جونيئر هاكي ورلډ كپ كښې به پاكستان خپل دويم ګروپ مېچ ﴿سبا﴾ د مصر په ضد كوي

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) په جونيئر هاكي ورلډ كپ كښې به پاكستان خپل دويم ګروپ مېچ ﴿سبا﴾ د خالي په ورځ په 27 نومبر د مصر په ضد كوي۔ د اېف آئی اېچ تر اهتمام لاندې 12م جونیئر هاکی ورلډ كپ د هند په بھوبنېشور كښې كېږي۔ پاكستان په ګروپ ډي كښې ارجنټائن، مصر او المان سره شامل دے۔ په اولني مېچ كښې ګرين شرټس د المان نه 2-5 سره ماتې خوړلې وه۔ قومي لوبډله به دويم مېچ په 27 نومبر د مصر او دريم او وروستې ګروپ مېچ به د په 28 نومبر د ارجنټائن په ضد كوي۔