د وزیراعظم خاص الوتكې څخه 12 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي " ون بېلټ ون روټ" فورم به پاکستان كښې مواصلات او په خاص توګه د رېلوے ښه كولو لپاره مرستيال وي۔ ده دا خبرې وزیراعظم سره بيجنګ ته د تګ په مهال خاص "اے پي پي" سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاك چین اقتصادي لارې منصوبه هېواد كښې …
” ون بېلټ ون روټ” فورم به پاکستان كښې مواصلات او په خاص توګه د رېلوے ښه كولو لپاره مرستيال وي
د وزیراعظم خاص الوتكې څخه 12 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي ” ون بېلټ ون روټ” فورم به پاکستان كښې مواصلات او په خاص توګه د رېلوے ښه كولو لپاره مرستيال وي۔ ده دا خبرې وزیراعظم سره بيجنګ ته د تګ په مهال خاص “اے پي پي” سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاك چین اقتصادي لارې منصوبه هېواد كښې د سوكالۍ نوي دور لپاره ګېم چېنجر دے۔ ده ووئيل د مېګا پراجيكټ وړ دا فورم د چين اولس مشر شي جن پنګ وژن دے چې مقصد ئې مضبوطو رابطو ته وده وركول دي۔ده ووئيل په دې وژن كښې وزیراعظم محمد نواز شریف هم د سي پېك له مخې شريك دے۔ سعد رفیق ووئيل د كراچۍ نه تر لنډي كوتل ٬ طورخم به د رېل پټلۍ اپ ګرېډ كولې شي چې د رېل ګاډو مزل به پرې يو په دوه ګرندې او زيات شي۔ده ووئيل د لاهور نه تر كراچۍ د رېل مزل به د 8 نه تر 12 ساعته كم شي او دغسې د لاهور نه تر اسلام آباد مزل به هم دوه ساعته كم شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم د چين دورې په مهال د پاكستان او چين ترمېنځه د كراچۍ نه تر پېښور مېن لائن –ون (اېم اېل- ون) بحالي او د اپ ګرېډېشن نوې فرېم ورك پرېكړه هم توقع لرو۔ وزیراعظم سره په دوره كښې د څلور واړو اعلٰې وزيرانو موجودګۍ پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا نړيوالې ورورولۍ ته واضح پېغام دے چې د قامي اهميت په معاملو ټول سياسي ګوندونه يو موټې دي











