اولس مشر ممنون حسېن د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری په قافله د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری په قافله د بريد غندنه كولو سره په دې پېښه كښې د شهيد شويو كسانو لوړو درجو له دعا كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر په دې پېښه كښې ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د مولانا عبدالغفور حیدی او …

اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د سېنېټ دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری په قافله د بريد غندنه كولو سره په دې پېښه كښې د شهيد شويو كسانو لوړو درجو له دعا كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر په دې پېښه كښې ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د مولانا عبدالغفور حیدی او نورو ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ اولس مشر اړوند ادارو ته هدايت وكړو چې په پېښه كښې ژوبل كسانو له دې هر ډول ممکنه طبی اسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دے، امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت دي او تر آخری ترهه ګر ختمولو به دا عمليات روان وي