وزیر اعظم محمد نواز شریف ’’ ون بیلټ، ون روډ فورم ‘‘ كښې ګډون لپاره بیجنګ ته ورسيد

بیجنګ 12 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف " ون بیلټ، ون روډ" فورم كښې ګډون لپاره د جمعې په ورځ بيجنګ ته رسيدلې دې ، ده له د دې دورې بلنه د چین اولس مشر ژی جن پنګ وركړې ده ۔ د چین عوامی سیاسی مشاورتی کنفرنس وائس چیئرمېن لی شی چیانګ، پاکستان كښې د چین سفیر او اعلیٰ چارواكو د وزيراعظم او مېرمن كلثوم نواز …

بیجنګ 12 مئی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف ” ون بیلټ، ون روډ” فورم كښې ګډون لپاره د جمعې په ورځ بيجنګ ته رسيدلې دې ، ده له د دې دورې بلنه د چین اولس مشر ژی جن پنګ وركړې ده ۔ د چین عوامی سیاسی مشاورتی کنفرنس وائس چیئرمېن لی شی چیانګ، پاکستان كښې د چین سفیر او اعلیٰ چارواكو د وزيراعظم او مېرمن كلثوم نواز تود هركلے وكړو۔ د پاكستان سفير مسعود خان هم پھ دې مهال موجود ؤ، د سټېټك ګارډز ډلې وزیراعظم ته سلامی وركړه۔ روائتی جامو كښې دوو ماشومانو د وزیراعظم او د هغه كورودانې له د ګلونو ډالۍ وركړې۔ د وزیر اعظم سره پلاوي كښې د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف ، د سندھ وزیر اعلیٰ مراد علی شاہ، د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ پرویز خټك او بلوچستان وزیر اعلیٰ ثناء اللہ زهری پشمول نور چارواكي هم شامل دي۔ د دې نه علاوه په پلاوي كښې د خزانې٬ منصوبه بندې او پرمختګ٬ تجارت٬ رېلوے او د آئي ټي وزيران او سرتاج عزيز شامل هم دے۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د مئي په 14مه او 15مه نېټه په بيجنګ كښې د چينائي حكومت تر سيوري لاندې د 26 هېوادونو مشرانو او اعلٰي چاروكو سره په ون بېلټ ون روډ فورم كښې ګډون كوي۔ دا فورم په كال 2013م كښې جوړ شوے ؤ او د چينائي اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا سلك روډ د اقتصادي لارې او د 21مې پېړې د نوي سلك روډ د پروګرام برخه ده۔ د فورم مقصد د شريكې مرستې د لارې د پرمختګ شريك اهداف ترلاسه كول دي۔ د فورم په مهال به وزيراعظم د اعلٰي كچې په خبرو اترو كښې ګډون كوي او فورم ته به وېنا هم كوي۔ وزيراعظم د نړې بېلا بېلو هېوادونو سره په تعلق لرونكو هغو دريو مشرانو كښې شامل دے كوم به چې د فورم ورستې غونډې ته وېنا كوي۔ وزيراعظم به د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ سره د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ملاقاتونه هم كوي۔ په دې موقع به د سي پېك پروژې له مخې يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك كولې شي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال په كنفرنس كښې ګډون كوونكو نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به د چين د هينګ يو صوبې او د هانګ كانګ دوره هم كوي چرته به چې هغه د كاروباري ټولنې او سرمايه كارې په كنفرنسونو كښې شريكو مشرانو سره ملاقاتونه كوي