د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ كوئټه ګرېژن كښې د بېلا بېلو پوځي تنصيباتو دوره وكړه

پېنډۍ 11 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ د زيارت په ورځ كوئټه ګرېژن كښې د بېلا بلېو پوځي تنصيباتو دوره كړې ده ۔د آئي اېس پي آر له مخې كوئټه ته په رسېدو د سندرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عامر ریاض د سرلښكر هركلے وكړو ۔ په دې موقع انسپكټر جنرل ټرېننګ اېنډ ایویلوېشن لېفټېننټ جنرال هدایت رحمان هم موجود ؤه ۔ سرلښكر جنرال …

پېنډۍ 11 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ د زيارت په ورځ كوئټه ګرېژن كښې د بېلا بلېو پوځي تنصيباتو دوره كړې ده ۔د آئي اېس پي آر له مخې كوئټه ته په رسېدو د سندرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عامر ریاض د سرلښكر هركلے وكړو ۔ په دې موقع انسپكټر جنرل ټرېننګ اېنډ ایویلوېشن لېفټېننټ جنرال هدایت رحمان هم موجود ؤه ۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ آرمي سكول آف انفنټري كښې افسرانو او چارواكو سره ملاقات كړې او ھغوي سره ئې د هېواد دننه او بهر د امنيت په پېښو خبرې كړې۔ د پوځ سرلښكر امن او استحكام لپاره د پاك پوځ د روانو عملياتو او هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ سرلښكر سي اېم اېچ كوئټې ته هم لاړو او د چمن په پېښه كښې د ژوبل شوو ئي تپوس پوښتنه وكړه