د راروان مالي كال بجټ كښې به لوړې او په زړه پورې شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كولې شي

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیرعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د راتلونكي مالي كال بجټ كښې به لوړې او په زړه پورې مجموعي شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كولې شي٬ د كابينې غړې دي ھغه څانګو ته پام لرنه وكړې كومو څخه چې اقتصادي نمو ښه كېږي او ورسره د زورګار زياتي موقعې پېدا كېدې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د بجټ …

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیرعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د راتلونكي مالي كال بجټ كښې به لوړې او په زړه پورې مجموعي شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كولې شي٬ د كابينې غړې دي ھغه څانګو ته پام لرنه وكړې كومو څخه چې اقتصادي نمو ښه كېږي او ورسره د زورګار زياتي موقعې پېدا كېدې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د بجټ ستراتېژي پېپر 20-2017 پحقله د كابينې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ ده ووئيل حكومت د بشري وسائلو او فزيكل ډهانچه كښې د نورې سرمايه كارۍ عزم لري٬ په دې لړ كښې به پرمختيائي بجټ زياتول او د غربت كمي ته تر ټولو زيات پام كول وي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې قام د حكومت د اقتصادي پاليسو خواږو څخه استفاده وكړي ۔ وزیراعظم د كابينې په غړو زور راوړو چې ھغوي داسې اقدامات او تجويزونه وړاندې كړې چې ورسره د هنډے د لارې د روپو رالېږلو او د نورو غېر رسمي زريعو مخ نيوې وشي او په قانوني توګه بهر هېوادونو څخه ترسيلات زر رالېږل زيات شي۔ وزیراعظم په سټاك ایکسچېنج كښې د ماركيټ کېپټل لائزېشن وستائيلو كوم چې به ډېر زر سل اربه ته ورسي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار غونډې ته خپله وېنا كښې ووېيل حكومت د غېر ملكي زرمبادله پانګو زياتولو او مالياتي زيان كښې كمي لپاره د مېنځنۍ مودې مېكرو ستراتېژي وضع كړې ۔ ده ووئيل مالياتي ذمه واري او د قرض حد اېكټ له مخې وفاقي حكومت به مالياتي زيان تر جون 2020 د جي ټي پي تر 4 فيصده راولې۔ ده ووئيل د راتلونكي مالي كال بجټ كښې به د مالياتي دور اندېښنې څرګندولې شي او سي پېك٬ توان ٬ مواصلاتو او د غربت خاتمې څانګو كښې به سرمايه كارۍ ته ترجيح وركولې شي ۔ ۔ په دې موقع د خزانې سېكتر د هېواد د موجوده اقتصادي وضعې ٬ د بجټ 18-2017 خاكه او مېنځنۍ مودې مېكرو اكنامك فرېم ورك پحقله تفيصلي پرېزنټېشن وركړو۔ هغه ووئيل د ستونزو باوجود د پاكستان معيشت په سم لور روان دے او د موجوده مالي كال په وړومبنو 9 مياشتو كښې د افراط زر شرح 4.09 فيصده ته محدود وه