ډھاکه۔17نومبر(اے پی پی) د پاکستان او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي 20 نړيوال مېچونو سيريز اولنې مېچ په 19 نومبر ډهاكه كښې كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي 20 او دوه تېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز اولنۍ مېچ به په 19 نومبر …
د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه اولنې ټي 20 نړيوال مېچ په 19 نومبر كېږي

مزید خبریں
ډھاکه۔17نومبر(اے پی پی) د پاکستان او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي 20 نړيوال مېچونو سيريز اولنې مېچ په 19 نومبر ډهاكه كښې كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي 20 او دوه تېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز اولنۍ مېچ به په 19 نومبر د جمعې په ورځ په شېر بنګله نېشنل سټېډیم، میرپور كښې كېږي۔ پاكستانۍ لوبډله به د بابراعظم او د بنګله دېش لوبډله به د محمد الله په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د سيريز دويم ټی 20 مېچ به په 20 نومبر او درېم او وروستې مېچ به په 22 نومبر كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټېسټ سيريز اولنې مېچ به 26 څخه تر 30 نومبر چټا ګانګ او دويم او وروستې مېچ به 4 څخه تر 8 دسمبر ډھاكه كښې كولې شي۔











