د كورنيو چارو وزارت د يو لك 56 زرو نه د زياتو بلاك شويو شناختي كارډونو په عارضي توګه د بحالولو اعلان وكړو

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت د يو لك 56 زرو نه د زياتو بلاك شويو شناختي كارډونو په عارضي توګه د بحال كولو او په راتلونكي كښې د نوټس نه بغېر د شناختي كارډونو نه بلاك كولو اعلان كړے او د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې په پخواني دور كښې د يو كهرب نه زيات رقم د هېواد نه …

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت د يو لك 56 زرو نه د زياتو بلاك شويو شناختي كارډونو په عارضي توګه د بحال كولو او په راتلونكي كښې د نوټس نه بغېر د شناختي كارډونو نه بلاك كولو اعلان كړے او د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې په پخواني دور كښې د يو كهرب نه زيات رقم د هېواد نه د بهر لېږلو به پلټنې كولې شي٬ انساني قاچاقبر نه نيولي شي او بهر هېوادونو ته تښتېدونكي به هم بېرته راوستلې شي٬ِ په سېلګرو ګلګت بلتستان ته تللو لپاره د اېن او سي ترلاسه كولو د شرط ختمولو پرېكړه شوې٬ د 33 زره كېنسل كړې شويو پاسپورټونو بحالې لپاره يو خواست هم نه دې راغلې۔ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل چې په يو څو ورځو كښې د كورنيو چارو په وزارت كښې په بېلا بېلو معاملو څو غونډې وشوې٬ پرون او نن هم دوه اوږدې غونډې وشوې او پكښې په يو شمېر چارو غور وشو۔ 8 ٬ 10 ورځې پس به هم په يوه بله مهمه معامله غور كولې شي۔ ده ووئيل چې د كورنيو چارو وزارت پرېكړه كړې چې د تېر يو نيم كال نه ګلګت بلتستان ته تلونكو لپاره د اېن او سي اجرا ضروري وه٬ دا به ختمولې شي۔ په دې معامله تفصيلي مشاورت شوے او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي سره هم خبره شوې۔ بايد سېلګري ګلګت بلتستان ته لاړ شي او بايد په دې لړ كښې مونږ اسانيې وركړو۔ اوس به سېلګرو ته د اېن او سي ترلاسه كولو ضرورت نه وي او په يو څو ورځو كښې به په دې لړ كښې نوټيفيكېشن جاري كړے شي۔ ده ووئيل چې ډپلومېټس٬ د آئي اېن جي اوز اهلكارو٬ ريسرچ كوونكو او په بېلا بېلو پروژو كار كوونكو غېر ملكيانو لپاره به سېكيورټي كليئرنس ضروري وي۔ ده ووئيل چې د قومي شناختي كارډونو تصديق يو مشكل كار و خو په قومي ګټه دا كار وكړے شو۔ ده ووئيل چې د كوم هېواد پاسپورټ٬ شناختي كارډ د غېر ملكي لاس ته لاړ شي او د لكونو په شمېر داسې وشي نو دا د رياست د غېر فعاله كېدو عكاسي كوي۔ ده ووئيل چې درې لكه 53 زره شناختي كارډونه بلاك كړے شوي دي٬ په دې د يو شمېر پاكستانيانو كارډونه هم بلاك شوي دي٬ د پارلمان كميټي هم په دې معامله جوړه كړې شوې او ټولو ډلو سره مشوره شوې٬ يو لك 74 زره شناختي كارډونه د غېر ملكيانو وو كوم چې كېنسل كولې شي٬ دوي ته د اپيل حق وركولې شي٬ 33 زره پاسپورټونه منسوخ كړې شوي دي په كومو كښې چې د يو كېس اپيل هم نه دې شوے۔ ده ووئيل چې د غېر ملكيانو په يو لك 74 زره كېنسل كارډونو كښې درې نيم زره كارډونه داسې دي كوم چې كارډ لرونكو په خپله سرنډر كړي دي۔ په تاريخ كښې د دې مثال نشته۔ ده ووئيل چې لس زره كارډونه داسې وو كومو چې خپل ځان افغان كډوال رجسټرډ كړې و او كارډونه ئې هم جوړ كړي وو۔