بلوچستان څخه د محرومۍ احساس او پسماندګۍ ختمولو ته پام لرنه كوو٬ صوبې له اضافي فنډز وركولو لپاره لوظي يو، د صدر ډاکټر عارف علوي د كوئټې په ګورنر هاوس كښې د خصوصي وګړو بحالۍ غونډې ته وېنا

کوئټه 15نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي بلوچستان څخه د محرومۍ احساس او پسماندګۍ ختمولو ته پام لرنه كوو، د اېن اېف سي ايوارډ ترمخه وسائل د آبادۍ په بنياد وېشلې كېږي خو مونږ بلوچستان له اضافي فنډز وركولو لپاره لوظي يؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كوئټې په ګورنر هاوس كښې د خصوصي وګړو بحالۍ غونډې مشري كولو په مهال …

کوئټه 15نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي بلوچستان څخه د محرومۍ احساس او پسماندګۍ ختمولو ته پام لرنه كوو، د اېن اېف سي ايوارډ ترمخه وسائل د آبادۍ په بنياد وېشلې كېږي خو مونږ بلوچستان له اضافي فنډز وركولو لپاره لوظي يؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كوئټې په ګورنر هاوس كښې د خصوصي وګړو بحالۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ صدر مملکت ووئيل معذور كسان د ټولنې ګټه ور او کارآمد وګړي جوړولو ته اړتيا ده ٬ دې مقصد لپاره د ووکېشنل ټرېنګ سنټرز د كار دائره به پراخه كولې شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل معذوره كسان د ټولنې مهمه برخه ده۔د هغوې هنر منده جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې د عزت سره روزګار وكړي او د هېواد پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن بيګم ثمينه عارف علوي،د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا ، وزير اعلی مير عبدالقدوس بزنجو ، چيف سيکريټري مطهر نياز رانا او د روغتيا نړيوالې ادارې نمائنده مريم ملك هم موجود ؤ۔په غونډه كښې د سوشل ويلفيئر ډيپارټمنټ د كار استعداد زياتولو سره په اړوندو چارو غور وشو

مزید خبریں