سعودي عرب سره اړيكو كښې ولاړ خنډان لرې كولو له لوظي يو۔ايران

تهران 15نومبر (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د سعودي عرب سره د اړيكو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو له لوظي يو۔د چين خبر رسنې ادارې د ايران پارلمان د قامي سلامتيا او خارجه پاليسۍ كمېشن وياند محمود عباس زاده مشكيني په اړه ووئيل زمونږ هېواد د سعودي عرب سره اړيكو كښې موجود خنډان لرې كولو لپاره كار كوي او ايران سره اړيكو په اړه د سعودي چارواكو بيانونه خوشبينه دي۔ده ووئيل ايران د خپل ګاونډي هېواد سره اړيكو ښه كولو له لوظي دے،په دې عمل كښې د ايران د اړخه په ظاهره كوم سنګين خنډان نشته او سعودي عرب سره د شريكو ګټو په بنياد د مرستې امكان شته۔