كانګو كښې د مسافرو بېړۍ چپه كېدو له امله 5 تنه مړه٬ 40 بې دركه

كنشاسا 13نومبر(اے پی پی)د مينځني افريقې د جمهوريه كانګو په سوئېلي كيوو صوبه كښې د مسافرو بېړۍ چپه كېدو په نتيجه كښې پنځه تنه مړه او 40 بې دركه شوي۔د تركيې ابلاغ ذريعو له مخې د جمهوريه كانګو د سوئېلي كيوو صوبې د كاريحے سيمې په كيوو تالاب كښې د مسافرو بېړۍ چپه شوې چې په نتيجه كښې 5 تنه مړه او 40 بې دركه شوي۔د رېسكيو ډلې د بې دركه كسانو لټون لپاره په سمدستي توګه كاروائي پېل كړې۔چارواكو وئېلي دي چې په بېړۍ كښې د ګنجائش نه زيات 120 مسافر ناست و چې په سبب يې د بېړۍ توازن برقرار پاتې نه شو