بركينا فاسو كښې د نامعلومه وسله والو په بريد كښې 7 پوليس اهلكار مړه٬ 5 ژوبل

اوګاډوګو 13نومبر(اے پی پی)د لوېديز افريقې په بركينا فاسو ساحلي سيمه كښې د نامعلومو وسله والو په بريد كښې 7 پوليس افسران مړه او 5 ژوبل شوي۔د چين ابلاغ ذريعو له مخې په پايه تخت اواكاډوګو كښې د پوليس چارواكي ووئيل نامعلومو وسله والو د ريپبلك سېكورټي كمپنو افسرانو يوه ډله په نښه كړې چې په نتيجه كښې يې 7 پوليس افسران مړه او 5 ژوبل شوي۔رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوي په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړي۔د پوليسو چارواكو ووئيل چې د بركينا فاسو دفاعي او امنيتي ځواكونو لخوا په سيمه كښې سويپ عمليات روان دي۔بركينا فاسو كښې د كال 2015 څخه د ترهه ګرو بريدونو روان دي٬تراوسه په دې بريدونو كښې ګڼ شمېر كسان مړه او 10 لكه څخه زيات خلك بې كوره شوي