اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي)د قانون او انصاف لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ سفارش كړی چې څلورو سيمه ايزو ژبو ٬پښتو٬ بلوچۍ ٬ پنجابي او سندهۍ ژبې له د قامي ژبو درجه بائد وركړې شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور محمد جاوېد عباسي په مشرۍ كښې په پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔قائمه كمېټۍ سپارش وكړو٬دا د يوې ټولنې حق وي بايد دې ژبو …
د سېنېټ قائمه كمېټۍ ٬پښتو٬بلوچۍ ٬ پنجابۍ او سندهۍ ژبې له د قامي ژبو درجه وركولو وړاندېز ٬دا د يوې ټولنې حق وي بايد دې ژبو له د قامي ژبو درجه وركړې شي۔قائمه كمېټي
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي)د قانون او انصاف لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ سفارش كړی چې څلورو سيمه ايزو ژبو ٬پښتو٬ بلوچۍ ٬ پنجابي او سندهۍ ژبې له د قامي ژبو درجه بائد وركړې شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور محمد جاوېد عباسي په مشرۍ كښې په پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔قائمه كمېټۍ سپارش وكړو٬دا د يوې ټولنې حق وي بايد دې ژبو له د قامي ژبو درجه وركړې شي۔ده ووئيل د ژبو وده قام يو موټې كوي او وګړي يو بل ته رانزدې كوي۔پھ دې موقع د پاكستان اكادمي اديبات چيئرمېن ډاكټر غلام قاسم بوګيو ووئيل ټول هېواد كښې 76 ژبې وئېلې كېږي٬په دې كښې 13 لويې ژبې دي۔ده ووئيل اكادمي اديبات هر كال په 21 فرورۍ د قامي ژبو ورځ په موقع سېمينار كوي او د ځايې ژبو شاعرانو او اديبانو له ايوارډونه وركوي۔ده ووئيل اردو د نړۍ شپږمه لويه ژبه ده۔په دې موقع سناتورې سسي پليوجو ووئيل د ټولو صوبو ژبو او تهذيب او كلتور ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔په غونډه كښې سناتور اعتزاز احسن٬مظفر حسېن شاه٬نهال هاشمي٬سېف الله مګسي٬سيد غني٬زاهد خان٬فاروق اېچ نائيك٬سسي پليوجو٬فضل الرحمان ملك٬سردار محمد اعظم خان او تاج محمد آفريدي ګډون وكړو۔











