اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې لېجنډ پخواني كپتان برائن لارا وئيلي دي پاكستانۍ كركټ لوبډله صلاحيت لرونكې ده او هغه به د آسټرېليا په ضد د آئي سي مېنز ټی -20 ورلډ کپ سیمی فائنل كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ هغه په خپل ټويټ كښې ووئيل چې دا زما پېشګوئي ده چې پاكستان به د آسټرېليا په ضد سيمي فائنل وګټي۔ هغه ووئيل آسټریلیا يوه خطرناكه لوبډله …
پاكستان به آسټرېليا ته په سیمی فائنل كښې ماتې وركړي٬ برائن لارا

مزید خبریں
اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې لېجنډ پخواني كپتان برائن لارا وئيلي دي پاكستانۍ كركټ لوبډله صلاحيت لرونكې ده او هغه به د آسټرېليا په ضد د آئي سي مېنز ټی -20 ورلډ کپ سیمی فائنل كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ هغه په خپل ټويټ كښې ووئيل چې دا زما پېشګوئي ده چې پاكستان به د آسټرېليا په ضد سيمي فائنل وګټي۔ هغه ووئيل آسټریلیا يوه خطرناكه لوبډله ده او مضبوط لائن اپ لري هغه كومې هم لوبډلې ته ماتې وركولې شي۔ د هغه وېنا وه چې د پاکستان لوبډله په بېټنګ او باؤلنګ كښې هغه صلاحيت لري د كوم په بنياد چې هغه فائنل ته رسېدلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره ورځ لارا د انګلېنډ او نيوزي لېنډ ترمينځه د ورلډ كپ اولني سيمي فائنل كښې د نيوزي لېنډ د كاميابۍ ترلاسه كولو پېشګوئي كړې وه او د دغې نه وروستو د يوې سختې مقابلې نه پس نيوزي لېنډ 5 وكټونو سره كاميابي ترلاسه كړې وه











