انتظاميې ښځو ته د شپې په وخت د روضه رسول ﷺ د زیارت كولو اجازه ورکړه

مدینه منوره۔11نومبر(اے پی پی) په سعودي عربستان کښې د مسجد نبوي انتظاميې ښځو ته د شپې په وخت د روضه رسول ﷺ د زیارت كولو اجازه ورکړې ده۔ د سعودي ورځپاڼې د راپور له مخې د مسجد نبوي انتظاميې په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې ښځې اوس د شپې په وخت د روضه رسول ﷺ زيارت كولې شي۔ د انتظاميې وېنا ده چي هغه زنانه چي د شپې په وخت د روضه رسول ﷺ زيارت کولو كښې خوښي لري هغوي د قطبي اړخ نه عثمان ګيټ نمبر 24 او د سوئيلي اړخ نه باب مکي ګېټ نمبر 37 ته راتللې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مسجد نوي انتظاميې په مسجد نبوي كښې د لمونځ كولو او پاكې روضې ته د حاضرېدو وختونه او ځايونه ټاكلي دي۔ د انظاميې وېنا ده چې د زيارت او لمونځ لپاره راتلونكي دې د اعتمرنا اېپ دلارې اجازت نامه ترلاسه كړي۔