بيجنګ 10نومبر (اے پي پي) چائنا کوسټ ګارډ او پاکستان ميري ټائم سکيورټي ايجنسي ترمينځه اعليٰ پائې وډيو لنك غونډه وشوه چې پكښې دواړه هېوادونه سمندري قانون نفاذ لپاره مرستې ته ودې وركولو ته سلا شوې۔ د چين د قومي دفاع وزارت د شورو په ورځ يو بيان كښې وئيلي چې په ورچوئل غونډه كښې د دواړه هېوادونو ډلو اوسنيو كښې مرستې څخه ترلاسه شوې ګټو جاج واخست ،سباؤن كښې …
چائنا کوسټ ګارډ او پاکستان ميري ټائم سکيورټي ايجنسي ترمينځه اعليٰ پائې وډيو لنك غونډه،سمندري قانون نفاذ كښې مرستې ته ودې وركولو ته سلا
بيجنګ 10نومبر (اے پي پي) چائنا کوسټ ګارډ او پاکستان ميري ټائم سکيورټي ايجنسي ترمينځه اعليٰ پائې وډيو لنك غونډه وشوه چې پكښې دواړه هېوادونه سمندري قانون نفاذ لپاره مرستې ته ودې وركولو ته سلا شوې۔ د چين د قومي دفاع وزارت د شورو په ورځ يو بيان كښې وئيلي چې په ورچوئل غونډه كښې د دواړه هېوادونو ډلو اوسنيو كښې مرستې څخه ترلاسه شوې ګټو جاج واخست ،سباؤن كښې لا مرستې ته د ودې وركولو لپاره د اړخ تعين کولو او په شريكو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړه ډلو د دې عزم څرګندونه كړې چې چين او پاکستان ترمينځه 70 كاله سفارتي اړيكو څخه به ګټه پورته كولې شي او سمندري قانون نافذ کولو لپاره مرستې ته ودې وركولو او شريك سباؤن عزم سره ميري ټائم کميونټي تعمير مخ په وړاندې بوتللو له به په كډه كار كولې شي۔












