اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت د وزیراعظم محمد نواز شریف د منظورۍ نه پس د ډان ليكس د انكوائري كمېټۍ وړاندېزونه جاري كړې دي ۔د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې كمېټۍ پرنټ ميډيا لپاره په خاص توګه د هېواد د سلامتيا په معاملو د ضابطه اخلاق جورولو په اړتيا ټېنګار كړېدے دے ۔ كمېټۍ وئېلې …
د كورنيو چارو وزارت د وزیراعظم محمد نواز شریف منظورۍ نه پس ډان ليكس د انكوائري كمېټۍ وړاندېزونه جاري كړل
اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزارت د وزیراعظم محمد نواز شریف د منظورۍ نه پس د ډان ليكس د انكوائري كمېټۍ وړاندېزونه جاري كړې دي ۔د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې كمېټۍ پرنټ ميډيا لپاره په خاص توګه د هېواد د سلامتيا په معاملو د ضابطه اخلاق جورولو په اړتيا ټېنګار كړېدے دے ۔ كمېټۍ وئېلې دي د ورځپاڼې ډان د ظفر عباس او سرل المېډا د كردار په معامله بائد د ضابطې كاروائي په اړه د سپارښتنې سره آل پاكستان نيوز پېپرز سوسائټۍ ته وسپارلې شي او د قامي اهميت او سلامتيا پحقله په معاملو خبرونو خپرولو لپاره دې ضابطه اخلاق جوړ كړې شي او په دې لړ كښې دې په بنيادي صحافتي او ادارتي اقدارو عمل وكړې شي۔ د خبر پاڼې له مخې په تېر سېكشنز كښې د وركړې شوو وجوهاتو په سوب د وفاقي حكومت لخوا د سناتور پروېز رشيد په ضد د پورته كړې شوو ګامونو توثيق شوے دے۔كمېټۍ دا په اتفاق وئيلي دي چې راٶ تحسين علي د پېشه ورې ذمه وارۍ څرګندونه نه ده كړې او په دې معامله كښې ئې بې غوري كړې ده ٬ دې لپاره كمېټۍ د سول سرونټ په توګه د ھغه په ضد د اېفي شېنسي او ډسپلن رولز 1973 له مخې د كاروائۍ سفارش كړې۔په تېرو سېكشنز كښې د وركړې شوو وجوهاتو په سوب كمېټۍ طارق فاطمي د خپلې موجوده چوكۍ نه د لرې كولو سفارش كړې۔ داخله وزارت خپلې خبر پاڼې كښې وئيلي دي د وزیراعظم په احکاماتو په د اړوندو وزارتونو او ډويژنونو لخوا عملدرآمد شوې٬ دې لپاره د ډان ليكس معامله هواره شوې ده ۔











