د جرائمو او نشه اي توكو په مخ نيوي كښې د سعودي لوي كردار دے. ملګري ملتونه

نيويارك 06 نومبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د دفتر اېګزېكټو ډائرېكټر او د ملګري ملتونو د سېكرټري جنرل سېكترې عاده والي وئيلي دي چې د جرائمو او نشه اي توكو په مخ نيوي كښې د سعودي لوي كردار دے. د سعودي مېډيا له مخې د نشه اي توكو د مخ نيوي په اړه د سعودي د كردار ستائنه كولو سره هغې ووئيل چې سعودي د نشه اي توكو او د جرائمو په مخ نيوي كښې لوي كردار ترسره كوي. په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د دفتر او د سعودي حكومت ترمېنځه مرسته روانه ده.