سلامتي کونسل په كابل كښې په ملټري روغتون د ترهګرو بريد وغندلو

ملګري ملتونه 04 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د ملټري په روغتون د داعش لخوا د ترهګرۍ د شوي بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ ټول صورتونه نړيوال امن او سلامتيا لپاره په سنګين خطرو كښې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سلامتي كونسل غړو تېره ورځ د خبري كنفرنس په مهال ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوي د ټولو رياستونو څخه مطالبه كړې ده چې د ملګرو ملتونو د چارټرز له مخې د نړيوالو قوانينو٬ د بشري حقونو د قوانينو او د كډوالو د نړيوال قانون له مخې دې د ترهګرۍ كاروائيو څخه پېدا شوي نړيوال امن او سلامتيا ته د رامخې ته خطرو مقابله وكړي۔