په نائجېريا كښې په اداماوا ايالت كښې د وسله والې ډلې په بريد كښې 7 كسان مړه او 7 ژوبل شوي

ابوجا 04نومبر (اے پي پي) په نائجېريا كښې په اداماوا ايالت كښې د وسله والې ډلې په بريد كښې 7 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا په شمالي ختيځ اداماوا ايالت كښې يوې وسله والې ډلې په نيګا كلي بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي. د چارواكو له مخې د بريد كوونكو ګرفتارې لپاره خاص ډلې په ځائ كړې شوې دي. د يادونې وړ ده چې په نائجېريا كښې په دې وروستيو كښې د مرګ ژوبلې او تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.