په كابل كښې د ملټري روغتون سره نزدې دوه چاودنې٬ 19 كسان مړه٬ 50 ژوبل

كابل 02 نومبر (اے پي پي)د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د سردار محمد داؤد خان ملټري روغتون سره نزدې دوه چاودنو كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوې دي۔د فرانس خبري اژانس ادارې له مخې د روغتيا وزارت يو عهديدار او يو عيني شاهد وئېلي دي چې په روغتون كښې دننه د ډزو د رپورټس نه پس د روغتون داخلي لارې سره نزدې دوه چاودنې وشوې چې په نتيجه كښې يې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوې دي كوم چې د كابل روغتونونو ته رسولې شوي۔ دې څخه وړاندې د طالبانو مېډيا وياند ملټري روغتون سره نزدې د شويو دواړو چاودنو تصديق كولو سره د ابتدائي پلټنو په اړه ووئيل چې وړومبۍ چاودنه د دروازې سره وشوه او دوهمه چاودنه د روغتون سره نزدې شوې۔په دې اړه به د نورو تفصيلاتو څخه خبرولې شي۔د افغان د كورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي ووئيل چې د طالبانو حكومت خاص ځواكونه د چاودنې ځاې ته لېږلي۔د چاودنو ذمه واري تراوسه كومې ډلې قبوله كړې نه ده