اسلام آباد08 مئی (اے پی پی)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په پنځه ورځنۍ دوره استنبول ته تللې دے ٬هغه ته د دورې بلنه د تركيې دفاع وزير فكري آئزك وركړې وه۔ د روانېدو نه وړاندې رانا تنوير حسېن خبريالانو ته ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه دفاعي مرسته زياتولو لپاره دا دوره ډېره مهمه ده۔ دورې په مهال به د منطقې په وضعه او په خاص توګه …
د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په پنځه ورځنۍ دوره استنبول ته لاړ
اسلام آباد08 مئی (اے پی پی)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په پنځه ورځنۍ دوره استنبول ته تللې دے ٬هغه ته د دورې بلنه د تركيې دفاع وزير فكري آئزك وركړې وه۔ د روانېدو نه وړاندې رانا تنوير حسېن خبريالانو ته ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه دفاعي مرسته زياتولو لپاره دا دوره ډېره مهمه ده۔ دورې په مهال به د منطقې په وضعه او په خاص توګه د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د هند تږ تر مخه ترك چارواكو سره ګټه ورې خبرې وشي۔د پاكستان دفاعي صنعت د نړۍ په پرمختلليو صنعتونو كښې يو مقام لري۔ زمونږ د دفاعي څيزونو معيار په نړيواله توګه منلې شوې۔رانا تنوير حسېن به د دورې پھ مهال په تركيه كښې د 13مې نړيوالې دفاعي صنعتي ميله كښې ګډون كوي۔د دفاعي پیداوار وفاقي وزير به د تركيه د قامي دفاع وزير پشمول د بېلو هېوادونو او نړيوالو كمپنو نمائندګانو سره هم ملاقات كوي۔د دفاعي پیداوار وزارت ادارې به كوم كښې چې پاكستان آرډيننس فيكټري هيوي اينډ سټريز ټېكسلا٬پاكستان ايروناټيكل كمپلېكس او نېشنل راډيو ټېلي كميونيكشن شاملې دي د خپلو دفاعي څيزونو سټالونه لګوي











