کابل كښې روغتون سره نزدې دوه چاٶدنې٬ يو شمېر كسان ژوبل

کابل 02نومبر (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت کابل كښې سردار محمد داٶد خان ملټري روغتون سره نزدې په دوه چاٶدنو كښې يو شمېر كسان ژوبل شوي او په روغتون كښې د ډزو سلسله جاري ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د روغتون ډاكټر ووئيل چې لومړۍ چاودنه د روغتون په ګېټ شوې او د چاٶدنې نه پس په روغتون كښې ډزې پېل شوې۔ د طالبانوميډيا ترجمان …

کابل 02نومبر (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت کابل كښې سردار محمد داٶد خان ملټري روغتون سره نزدې په دوه چاٶدنو كښې يو شمېر كسان ژوبل شوي او په روغتون كښې د ډزو سلسله جاري ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د روغتون ډاكټر ووئيل چې لومړۍ چاودنه د روغتون په ګېټ شوې او د چاٶدنې نه پس په روغتون كښې ډزې پېل شوې۔ د طالبانوميډيا ترجمان ملټري روغتون سره نزدې د دواړو چاٶدنو تصديق كولو سره د ابتدائي پلټنو پحقله ووئيل چې لومړۍ چاٶدنه په ګېټ شوې او دوېمه چاٶدنه روغتون سره نزدې شوې۔ په دې لړ كښې به د نورو تفصيلاتو نه خبرٶ۔ د افغان داخله وزارت وياند قاري سعيد خوستي ووئيل د طالبان حكومت خاص ځواكونه د چاٶدنې ځائ ته لېږلې شوې دې۔ د چاٶدنو ذمه واري تر اوسه كومې ډلې نه ده قبوله كړې

مزید خبریں