يوكوهاما/ اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د فلپائن٬آذربائيجان٬انډونېزيا او سري لنكا خزانې وزيرانو سره ليدلي دي ۔دا ملاقاتونه د جاپان په يوكوهاما ښار كښې آسيائي پرمختيائي بانك بورډ آف ګورننس 50مې غونډې په اختتام شوي دي ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د فلپائن خپل هم څنګ كارلوس ډومنګوئز له د ډي بي بورډ آف ګورننس راروان چيئرمېن په ټاكلې كېدو مباركي وركړه۔په …
د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د فلپائن٬آذربائيجان٬انډونېزيا او سري لنكا خزانې وزيرانو سره وليدل
يوكوهاما/ اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار د فلپائن٬آذربائيجان٬انډونېزيا او سري لنكا خزانې وزيرانو سره ليدلي دي ۔دا ملاقاتونه د جاپان په يوكوهاما ښار كښې آسيائي پرمختيائي بانك بورډ آف ګورننس 50مې غونډې په اختتام شوي دي ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د فلپائن خپل هم څنګ كارلوس ډومنګوئز له د ډي بي بورډ آف ګورننس راروان چيئرمېن په ټاكلې كېدو مباركي وركړه۔په دې موقع د فلپائن د خزانې وزير د سي پېك پروژې جاج اخستو له يو پلاوي پاكستان ته د لېږلو خوښي ښكاره كړه او د خزانې وزير هغه له د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔اسحاق ډار د آذربائيجان د خزانې وزير سمير رؤف اوګلوشريفو سره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔۔د خزانې وزير د پاكستان د اړخه د تجربو تبادلو باور وركړو۔دوي دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې ته سلا شول ۔بل خوا د انډونېزيا د خزانې وزير سري ملياني اندراوتي سره د ملاقات په مهال د اقتصادي مرستې زياتولو لپاره نوې لارو لټولو ته سلا راغله۔اسحاق ډار په پاكستان كښې د معاشي كاركردګۍ او پھ بېلو څانګو كښې د اصلاحاتو نه هغه خبر كړو۔د سري لنكا د خزانې وزير روي كرونانائيكے د خزانې وزير اسحاق ډار سره ملاقات كښې د پاكستان په مالياتي اصلاحاتو خوښي څرګنده كړه۔ده ووئيل د پاكستان د لائيو سټاك څانګې د تجربو جاج اخستو له يو پلاوې به ډېر زر پاكستان ته درشي۔دوي دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له پھ اقداماتو هم خبرې وكړې ۔د دې نه ځانله د آسيائي پرمختيائي بانك سېكتر د اے ډي بي صدر د اړخه د بورډ آف ګورنرز په غونډه كښې په ګډون كولو او فعاله كردار ترسره كولو د خزانې وزير اسحاق ډار مننه وكړه او د دغې نه پس د خزانې وزير اسحاق ډار د ټوكيو څخه هېواد ته راستون شوے دے











