د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته پھ ښار كښې د امنيتي صورتحال٬د آپرېشن ردالفساد له مخې د كاروائيو او په سندھ كښې د مردم شمارۍ په عمل كښې د پاك پوځ لخوا د مرستې په اړه بريفنګ وركړے شو

پینډۍ 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كور هېډكوارټر كراچۍ دوره وكړه۔ په دې موقع د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته پھ ښار كښې د امنيتي صورتحال٬د آپرېشن ردالفساد له مخې د كاروائيو او په سندھ كښې د مردم شمارۍ په عمل كښې د پاك پوځ لخوا د مرستې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ مشر د …

پینډۍ 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كور هېډكوارټر كراچۍ دوره وكړه۔ په دې موقع د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته پھ ښار كښې د امنيتي صورتحال٬د آپرېشن ردالفساد له مخې د كاروائيو او په سندھ كښې د مردم شمارۍ په عمل كښې د پاك پوځ لخوا د مرستې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ مشر د پاكستان پوځ او پاكستان رينجرز(سندھ)لخوا پھ دې معاملاتو كښې كاميابه مرسته وستائېله۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې ده ووئيل چې هېواد كښې استحكام لپاره كراچۍ كښې امن ضروري دے۔ د پاك پوځ سرلښكر د استخبارتي ايجنسو او امنيتي ځواكونو لخوا تښتېدونكي بېرته په قامي چوكاټ كښې د راوستلو په اړه د دوي د مثبت كردار هم ستائنه وكړه۔ د پاك پوځ سرلښكر د دې لوظ پخلې وكړو چې په سندھ صوبه او كراچۍ كښې د بشپړه امن او امان تر بحالۍ به هڅې روانې ساتلې شي۔ د دې څخه وړاندې كور هېډكوارټر كراچۍ ته په رسېدو د كراچي كور كمانډر لېفټيننټ جنرل شاهد بېګ مرزا د پاك د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هركلې وكړو۔په دې موقع د (سندھ) ډي جي رينجرز هم موجود و