وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد د نوې جوړېدونكې هوائي اډې دوره وكړه

اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف سول ايوي اېشن اتهارټۍ ته هدايت كړې چې د اسلام آباد د نوې هوائي اډې د جوړولو د كار د معيار سودا كولو نه بغېر دې زر ترسره كول باوري كړې شي۔وزيراعظم د خالي په ورځ د نوې جوړیدونكې هوائي اډې دوره وكړه۔وزيراعظم ته په پروژه د روان كال د پرمختګ په اړه بريفنګ وركړې شو۔د سول ايوي اېشن اتهارټۍ …

اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف سول ايوي اېشن اتهارټۍ ته هدايت كړې چې د اسلام آباد د نوې هوائي اډې د جوړولو د كار د معيار سودا كولو نه بغېر دې زر ترسره كول باوري كړې شي۔وزيراعظم د خالي په ورځ د نوې جوړیدونكې هوائي اډې دوره وكړه۔وزيراعظم ته په پروژه د روان كال د پرمختګ په اړه بريفنګ وركړې شو۔د سول ايوي اېشن اتهارټۍ ډائرېكټر جنرل ايئر مارشل(ر)عاصم سليمان او د اتهارټۍ نورو اعلٰی چارواكو د اسلام آباد نوې هوائي اډې ته په رارسېدو د وزيراعظم هركلے وكړو۔د وزيراعظم د سول ايوي اېشن سلاحلكار سردار مهتاب احمد خان او د نېشنل هائي وے اتهارټۍ چيئرمېن شاهد اشرف تارړ هم وزيراعظم سره وو۔وزيراعظم د هوائي اډې د ودانۍ د بېلا بېلو برخو معائنه وكړه۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې په پروژه 95 فيصده كار ترسره شوې او د روان كال د جولائي تر مياشت پورې د آپرېشنز پېل كېدو هيله ده۔وزيراعظم د دې نه وړاندې د پشاور موړ نه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د ميټرو بس د پروژې پرانسته وكړه۔د اسلام آباد نوې هوائي اډه به د اېم ون او اېم ټو موټروېز سره جي ټي روډ سره هم تړلې شي۔پھ هوائي اډه الوتكو لپاره پنځلس جديد ډاكنګ سټېشنې او مسافرو لپاره د پراخا پاركننګ نظام جوړ كړې شوې۔د اسلام آباد په نوې هوائي اډه د نړيوال معيار د ټرافېك كنټرول نظام هم لګولې شي چې ورسره به په لړه كښې هم د ايئر ټرافېك تګ راتګ آسان شي۔اړوند چارواكي په هوائي اډه د اوبو ضروريات پوره كولو لپاره هم انتظامات كوي