اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د ميټرو بس سروس پروژې د بنياد تيګه كېښوده۔د ميټرو بس پروژې په څلورو برخو كښې وېشل شوي دي۔د پشاور موړ نه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه به ټولې د بسونو 9 سټېشنې جوړولې شي۔په دې موقع وزيراعظم سره د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر او د وزيراعظم د سول ايوي اېشن …
وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د ميټرو بس سروس پروژې د بنياد تيګه كېښوده
اسلام آباد 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د ميټرو بس سروس پروژې د بنياد تيګه كېښوده۔د ميټرو بس پروژې په څلورو برخو كښې وېشل شوي دي۔د پشاور موړ نه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه به ټولې د بسونو 9 سټېشنې جوړولې شي۔په دې موقع وزيراعظم سره د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر او د وزيراعظم د سول ايوي اېشن صلاحكار سردار مهتاب احمد خان٬د اېن اېچ اے چيئرمېن او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ته د ميټرو بس پروژې په اړه بريفنګ وركړې شو۔د پشاور موړ نه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډه د پروژې اوږد والې 25.6 كلوميټره دې۔په پروژه كښې 12 پلونه او 11 زمكي لارې شاملې دي۔په دې پروژه كار نېشنل هائي وے اتهارټي كوي











