یوکوهاما 05 مئی (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار د سارك د خزانې وزيرانو 11مه غونډه كښې ګډون كړے دے ۔ دا غونډه د اسيائي پرمختيائي بانك بورډ آف ګورنرز 50مې كلنې غونډې په موقع د جاپان یوکوهاما ښار كښې شوې ۔ په دې موقع د خزانې وزير باور څرګند كړو چې خپل حقیقی صلاحیت ته عملی شکل وركولو له به پیشرفت کولې شي او د …
د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار د سارك د خزانې وزيرانو 11مه غونډه كښې ګډون
یوکوهاما 05 مئی (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار د سارك د خزانې وزيرانو 11مه غونډه كښې ګډون كړے دے ۔ دا غونډه د اسيائي پرمختيائي بانك بورډ آف ګورنرز 50مې كلنې غونډې په موقع د جاپان یوکوهاما ښار كښې شوې ۔ په دې موقع د خزانې وزير باور څرګند كړو چې خپل حقیقی صلاحیت ته عملی شکل وركولو له به پیشرفت کولې شي او د اقتصادی لارښودو باقاعدہ غونډې سره به د غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادی مرستې زياتولو له کردار ترسره كول وي ٬ ده ووئېل دې سره به د سارك هېوادونو ترمينځه تجارت زيات شي او د سيمې د اولس د ژوند معیار به ښه شي۔ اسحاق ډار ووئيل د سارك هېوادونو تجارت د موجود صلاحیت څخه كم دے او دې لپاره د سافټا ترمخه آزاد تجارت تندولو ته اړتيا ده۔ د خزانې وزير د پاکستان معیشت مثبتې اعشاری رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د اقتصادی استحکام په نتيجه كښې به پاکستان 2030ء كښې جی 20 كښې شمولیت اختیار کړې دے











