د كوئټه په شمول په ګرده صوبه كښې د ربيع الاول 12 مه نېټه د عيد ميلاد النبي ﷺ په توګه د لمانځلو تياريانې پشپړ شوي دي۔ د مذهبي چارو سېكرټري عبد اللطيف كاكړ اے پي پي پي سره خبرې خصوصي خبرې

کوئټه۔18اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو سېكرټري عبد اللطيف كاكړ وئيل دي د كوئټه په شمول په ګرده صوبه كښې د ربيع الاول 12 مه نېټه د عيد ميلاد النبي ﷺ په توګه د لمانځلو تياريانې پشپړ شوي دي۔ د وزيراعلی او چيف سېكرټري په هدايت ټولې سركاري ودانۍ روښانه كولې او د ضلعو په كچه د نعت خوانۍ او سيرت النبيﷺ په سرخط د سيمينارونو او كنفرنسونو اهتمام كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ اے پي پي سره په خپلو خصوصي خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل حضرت محمد ﷺ سره مينه زمونږ د ايمان برخه ده او په دې لړ كښې د چيف سېكرټري مطهر نياز رانا په هدايت په كوئټه كښې د جلوسونو په لارو بورډز او پېنا فلېكس لګولې شوي دي۔ هغه ووئيل د ربيع الاول د مياشتې دستورو مقصد د اسلام حقيقي تصور ٬ مقام او اسلامي تعليمات نړۍ ته رسول دي۔