اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان او جاپان نزدې ملګري او باوري معاشي شراكتدار دي٬ پاكستان تجارتي ٬ كاروباري ٬ توان او د تعميري صلاحيتونو زياتولو خوښي لري۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې جاپان لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير ډاكټر اسد مجید خان سره وكړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔ اولس …
پاکستان او جاپان نزدې ملګري او باوري معاشي شراكتدار دي
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان او جاپان نزدې ملګري او باوري معاشي شراكتدار دي٬ پاكستان تجارتي ٬ كاروباري ٬ توان او د تعميري صلاحيتونو زياتولو خوښي لري۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې جاپان لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير ډاكټر اسد مجید خان سره وكړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔ اولس مشر نومولي شوي سفير له مباركي وركولو سره هيله څرګند كړه چې جاپان به د نيوكليئر سپلائرز (اېس اېس جي) ډلې په حقله د پاكستان موقف مرستې لپاره راضي كوٶ او هم دا ستا مهم مقصد پكار دے۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې اړيكې لا وده ومومي ۔ده ووئيل د جاپان سرمايه كار دې پاكستان ته سرمايه كارۍ له قائل كړې شي۔ده ووئيل پاكستان غواړي چې د پېداوار زياتولو لپاره جاپان صنعتونو په لړ كښې سرمايه كاري وكړي۔ اولس مشر سفير ته سپارښتنه وكړه چې جاپان كښې د پاكستان افرادي قوت لپاره د روزګار موقعې پېدا كړئ او په دې لړ كښې په كال 2020 كښې په ټوكيو كښې په كېدونكي اولمپكس ګېمز كښې د پاكستان افرادي قوت شامل كړې ۔اولس مشر جاپان كښې په مهمو تعليمي ادارو كښې د پاكستان زده كوٶنكو ته د سكالر شپس په وركولو د اطمينان څرګندونې سره سفير ته جاپان كښې د اعلٰې تعليم ٬ريسرچ او سكالرشپس لپاره د نورو موقعو لټولو ووئېل۔اولس مشر هيله ولرله چې نومولې شوي سفير ډاكټر اسد مجید خان به خپلې نوې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي











