د مرکزی سیرت کمېټي (راولپنډي) لخوا په سركاري كچه د عيد ميلاد النبي (ص) جشن لمانځلو اعلان هركلې

پېنډۍ ۔18اکتوبر(اے پی پی) مرکزی سیرت کمېټي (ر) راولپنډي په سركاري كچه د عيد ميلاد النبي (ص) جشن لمانځلو اعلان هركلي كولو سره وئيلي دي ټول قام د ربيع الاول په 12 مه نېټې خپل خوږ نبي (ص) سره د خپلې ژورې مينې او ځانګړي عقيدت څرګندونه كولو له بې چېنه دې۔ په دې مقدسه مياشت كښې رحمتونه نازلېږي ٬ په هر لوري د نبي كريم (ص) د ولادت ورځ لمانځلو له مسلمانان د خوشحالو څرګندونه كوي او دا ځكه چې مونږ دا ګڼو چې د حضور علېه السلام پاك ژوند زمونږ لپاره د لارې مشال دے او د هغوي اتباع نه كوؤنكي به دنيا او آخرت كښې ناكامونو سره مخ شي ، اېس اېس پی سپېشل برانچ راولپنډی ته مو ټولو مطالبې په تحريري توګه وړاندې كړي دي په كومو د عمل كولو چې هغه مونږ ته باور راكړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر شېخ اعظم خورشید احمد او نائب صدر حافظ محمد افسر اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ هغوي ووئيل د عيد ميلاد النبي حوالې سره ضابطه اخلاق اعلان كړې شوې ده۔ د شېډول لمخې به جلوس سهار كه لوئے څښتن ته منظور وي 10 بجې مركزي جامع مسجد څخه روانېږي۔ جلوس لپاره 5 انټري پوائنټس غوره كړې شوي دي په كومو كښې چې بنی چوک ، کوهاټی بازار، ناز سېنما مری روډ ، کمېټی چوک ،فوارہ چوک کشمیری بازار او ډنګي كھوئي چوك شامل دے۔ هغوي غوښتنه وكړه چې انتظاميه دې د جلوس انتظاميې سره فعاله رابطه لرلو له په فوارہ چوک اوقاف پلازہ، بنی چوک او کمېټی چوک كښې څلور كنټرول رومز جوړ كړي او په هغې كښې دې د پولیس ٬ فائر برېګېډ ، ریسکیو 1122، ګاز بجلی ، بم ډسپوزل سکواډ واسا او د نورو اړوندو څانګو اهلكار او اعلی عهدېدارو موجودګي باوري كړې شي۔